د چين صدراعظم لي چيانګ د جنورۍ په ۱۶مې نېټې خپل فرانسوي سیال ګابريل اتال ته ټليفون کړی او د فرانسې د صدراعظم په توګه د نوموړي د ټاکل کېدو په پار يې ورته مبارکي ويلې ده.
لي چيانګ ويلي، چين او فرانسه دواړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دايمي غړي او خپلواک لوی هېوادونه دي او په وروستيو کلونو کې يې اړيکو د دواړو هېوادونو د مشرانو په لارښوونې سالم او ثابت پرمختګ کړی او له ګډوډۍ سره مخ نړۍ ته يې ارزښتناک ثبات رسولی دی.
سږ کال د چين او فرانسې ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له شپېتمې کليزې سره برابر دی او د دواړو هېوادونو د اړيکو د راتلونکي پرمختګ نوی سفر پيل شوی دی.
لي چيانګ ويلي، هغه به له خپل فرانسوي سیال ګابريل اتال سره په بېلا بېلو برخو کې د دواړو خواوو ترمنځ د همکاريو او نظر تبادلې د ژورتيا او د متقابلو ګټو پر بنسټ هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريو د ثابتېدو او پرمختګ لپاره ګډ کوښښونه وکړي.
(ژباړه: شکريه)