لي چيانګ د ۲۰۲۴م کال د نړيوال اقتصادي فورم په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ
CMG2024/01/17 10:59:18
شريکول:

د چین صدراعظم لي چیانګ پر ځايي وخت د جنورۍ د ۱۶مې نېټې په سهار د داووس د نړيوال کنفرانس په مرکز کې د ۲۰۲۴م کال د نړيوال اقتصادي فورم په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ او يوه ځانګړې وينا يې وکړه. د نړیوال اقتصادي فورم بنسټ ايښوونکي او اجرائیوي رییس کلاوس سچواب د دې کلنۍ غونډې مشري وکړه.

لي چيانګ په خپله وینا کې وويل، د دغې کلنۍ غونډې موضوع د «باور بيا رغول» ده چې د خلکو له اندېښنو سره ډېره سمون لري. لکه څنګه چې ریيس شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې نړۍ د ګډوډۍ او بدلون نوې دورې ته داخله شوې ده، خو د بشري پرمختګ عمومي لار به بدله نه شي. ټولې خواوې باید خپل تعصبات لرې کړي، اختلافات له منځه یوسي، له یو بل سره په اخلاص چلند وکړي، یو له بل سره په سمه لاره پرمختګ ومومي.

لي چيانګ د باور د بيا ټينګېدو، د همکارۍ د پياوړتيا او د نړیوال اقتصاد د بيارغونې په اړه ۵ وړانديزونه وړاندې کړل: لومړی، د عمومي اقتصادي تګلارو همغږي پياوړې شي او په ټينګه سره څواړخيز سوداګريز نظامونه وساتي. دوهم، په نړیوالو چارو کې همکاري همغږې کړل شي او د سوداګرۍ او پانګې اچونې د ازادېدو بهیر او اسانتياوې پياوړې کړي. درېيم، د نړيوال ساینس او ټېکنالوژۍ په برخه کې د نظریو تبادلې او همکارۍ پياوړې شي. څلورم، د زرغون پرمختګ په برخه کې همکارۍ پياوړې شي او په فعاله توګه له نړيوال اقليمي بدلون سره مقابله وکړي. پنځم، د پرمختيايي هېوادونو او د پرمختللو او پرمختيايي هېوادونو ترمنځ همکارۍ پياوړې شي او په هراړخیزه توګه د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ اجنډا پلې کړای شي.

لي چيانګ پر دې ټينګار وکړ چې چين يو داسې هېواد دی چې پر خپلو ژمنو عمل کوي او تل له ډېر اخلاص، سترو هڅو او سترو پايلو څخه کار اخلي څو نړۍ ته ثابته کړي چې چين تر ټولو زيات باوري دی. چين په دې وروستيو کلونو کې د نړيوال پرمختګ لپاره مهم خوځنده ځواک برابر کړی دی. په راتلونکې کې د چین د اقتصادي پرمختګ عمومي حالت به بدل نه شي او چین به په پر له پسې توګه د نړیوال اقتصادي پرمختګ لپاره ستر خوځنده ځواک برابر کړي. چين به د نړیوالو حالاتو د بدلونونو په وړاندې د تل لپاره د ورخلاصون تګلارې پلې کړي او د ورخلاصون دروازې به لا پراخې شي. د چين د بازار غوره کول خطر نه، بلکې فرصت دی.  

لي چيانګ له خپلې وينا وروسته د مصنوعي ځيرکتیا د نړیوالې حکومتوالۍ او څو اړخيزو نظامونو په اړه د سچواب پوښتنو ته ځوابونه وويل، د خلکو په مرکزیت دې ټولشموله تګلارې پلې شي څو مصنوعي ځیرکتیا د انساني تمدن د پرمختګ په لوري کې روان وي.

د سویس د فدراسیون مشرې ویولا امهرډ، د سینګاپور ولسمشر ترمان شانموګراتنم، د بلجیم پاچا فیلیپ، د روانډا ولسمشر کاګامي، د ګانا ولسمشر اکوفو ادو، د لوګزامبورګ صدراعظم فریډن، د اروپایي کمیسیون مشرې اروسولا وان دیر لاین، د پیسو نړیوال صندوق مشرې جورجیوا او د بېلا بېلو هېوادونو د سیاسي شخصیتونو، سوداګرو، اکاډمیکو، رسنیو او نورو استازو په ګډون شاوخوا ۱۵۰۰ استازو په یادې کلنۍ غونډه کې ګډون کړی و.