د چين صدراعظم د سينګاپور له ولسمشر سره وکتل
CMG2024/01/17 11:54:56
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د جنورۍ د ۱۶ مې نېټې په سهار د سويس په داوس ښار کې د نړيوال اقتصادي فورم د ۲۰۲۴م کال غونډې په څنډې کې د سينګاپور له ولسمشر تارمان شانموګاراتنام سره کتلي دي.

لي چيانګ له تارمان سره په خبرو کې ویلي، چې هېواد يې غواړي له سينګاپور سره د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمې موافقې ښې پلې کړي، په لوړې سويې خپلمنځي ستراتېژيک باور ورسره وساتي، هراړخيزې ګټورې همکارۍ ورسره پراخې کړي او په بېلا بېلو برخو کې ورسره د تجربو او نظريو تبادلې پياوړې کړي، څو خپلمنځي اړيکې او همکارۍ يې پرله پسې نوي لاسته راوړنې ومومي.

لي چيانګ همدارنګه زياته کړې، چې چين غواړي له سينګاپور سره يو ځای د ازادې سوداګرۍ له نوي تړون څخه ګټې پورته کړي او د سوداګرۍ او پانګونې، د زېربناوو اتصال او پولي چارو کې خپلمنځي همکاريو ته نوی پرمختګ ورکړي.

تارمان په خپلو خبرو کې ويلي، د سينګاپور او چين ترمنځ اړيکې نوې مرحلې ته لوړې شوي او هېواد يې دغو اړيکو ته په ډېره درنه سترګه ګوري او غواړي له چين سره په بېلا بېلو برخو کې د نظريو تبادلې ژورې کړي او په پولي چارو، ډيجيټل اقتصاد، زرغون پرمختګ او نورو برخو کې ورسره همکارۍ تقويه کړي، څو خپلمنځي اړيکې يې پرله پسې پرمختګ ومومي.