لي چیانګ د اروپايي کمېسيون له رئيسې اورسولا ون درلين سره وکتل
CMG2024/01/17 14:12:26
شريکول:

د چين صدراعظم لي چيانګ د جنورۍ د ۱۶مې نېټې په ماسپښين د سويس په داووس ښار کې د نړيوال اقتصادي فورم د ۲۰۲۴ کال په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ او په څنډې کې يې د اروپايي کمېسيون له رئيسې اورسولا ون درلين سره هم کتلي دي.

لي چيانګ له نوموړې سره په خبرو کې ويلي، چين له اروپايي ټولنې سره اړيکې د ډيپلوماتيکو لومړيتوبونو په توګه بولي او غواړي، له اروپايي ټولنې سره د مشرانو موافقې پلې کړي او د متقابل پوهاوي، همکاريو، ډيالوګ، ګډو ګټو او د توپيرونو د اداره کولو په برخه کې ورسره ګډې هڅې وکړي، څو د چين او اروپايي ټولنې د لا ثابتو، رغنده، د متقابلو ګټو پر بنسټ اړیکې جوړې شي او خپلو خلکو او نړۍ ته يې ګټې ورسیږي.

اورسولا ون درلين ويلي، اروپايي ټولنه د چين د ورخلاصون ستاينه کوي او نه غواړي له چين سره اړیکې پرې کړي.

نوموړې ويلي، اروپايي ټولنه غواړي، له چين سره ډيالوګ او تبادلې پياوړې کړي او د اقليمي بدلون د مخنيوي او د سوداګرۍ نړيوال سازمان د اصلاحاتو په برخو کې به ورسره همکارۍ ژورې کړي، د خلکو تر منځ تګ راتګ به وهڅوي او د متقابلو اړیکو له لارې به پرمختګ وکړي.