۴۰ کډوال تونس ته نږدې سمندر کې ورک شوي
CMG2024/01/17 14:27:36
شريکول:

د تونس ملي ګارډ د جنورۍ په ۱۶مې نېټې په اعلاميې کې ويلي، څلوېښت کسان، چې له دغه هېواد څخه نورو هېوادونو ته په ناقانونه توګه روان وو، په سمندر کې تری تم شوي دي.

اعلاميه وايي، ياد کسان د روانې مياشتې د ۱۰مې نېټې په ماسپښين د دغه هېواد له سفاکس ولايت څخه په کښتۍ کې د ايټاليا په لور روان شوي وو او اوس ورک دي.

د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې، د يادو ۴۰ کسانو خپلوانو له ځايي پوليسو څخه مرسته غوښتې وه، چې د دوی په موندلو کې ورسره همکاري وکړي او ژغورونکو په سمندر کې ورپسې لټون پېل کړی دی.

(ژباړه: شکريه)