د سلواکيا صدراعظم پر هنګري د محدوديتونو وضع کولو سره مخالفت وکړ
CMG2024/01/17 11:58:17
شريکول:

د سلواکيا صدراعظم روبيرټ فیکو د جنورۍ په ۱۶ مې نېټې د هنګري په پلازمينې بوداپست کې خبري رسنيو ته ويلي، چې هېواد يې په اروپايي ټولنې کې د هنګري پر حقونو د محدوديتونو لګولو سره مخالفت کوي.

نوموړي د اروپايي ټولنې د بودجې او له اوکراين سره د مرستو په اړه د هنګري له وړانديزونو څخه هم ملاتړ څرګند کړی دی.

فيکو په همدې ورځ د هنګري پلازمينې بوداپست ته تللی او د دغه هېواد له صدراعظم اوربان ويکتو سره يې کتلي او په يو لړ مسئلو ورسره غږیدلی دی.

نوموړی وروسته خبري رسنيو ته راڅرګند شوی او ويلي يې دي، چې هېواد يې له هغو ټولو تدبيرونو سره، چې د ملي حاکميت او خپلواکۍ د ترلاسه کولو په هڅه کې هېوادونو ته د سزا ورکولو په موخه غوره شوي، مخالفت کوي.

فیکو زياته کړې، په اروپايي ټولنې کې د هنګري پر حقونو د محدوديتونو وضع کول، يوازې د ټولو غړو هېوادونو په توافق ترسره کېدای شي او اوسني محدوديتونه يې پر دغه هېواد یو ګوزار بللی دی.

نوموړي د اروپايي ټولنې د بودجې او له اوکراين سره د مرستو په اړه د هنګري وړانديزونه پر ځای او معقول بللي او ټينګ ملاتړ يې ترې کړی دی.