ترکيې ۱۶۵ کسان د کرد کارګرو ګوند ته د جاسوسۍ او ملاتړ په تور نيولي دي
CMG2024/01/17 14:55:14
شريکول:

د ترکيې د کورنيو چارو وزیر علي یرليکايا د جنورۍ په ۱۶ مې نېټې پر ټولنيزو رسنيو ويلي، چې ترکي پولیسو د ترهګرۍ ضد وروستيو عملياتو کې ۱۶۵ کسان د کرد کارګرو ګوند ته د جاسوسۍ او په غير قانوني فعاليتونو کې د لاس لرلو په تور نيولي دي.

نوموړي ويلي، ترکي پولیسو پدې وروستيو کې په ټول هېواد کې ((اتلان – ۴۳)) ترهګرۍ ضد عمليات ترسره کړي، چې پر مهال يې د يادو ۱۶۵ کسانو د نيولو ترڅنګ ګڼ شمېر مواد او سندونه هم کشف کړي دي.

د نوموړي په وينا، يادو ۱۶۵ کسانو د کرد کارګرو ګوند په مشرۍ د ځوانانو او ښځو سازمانونو سره کار کړی او په ټولنيزو رسنيو کې يې د دغه ګوند لپاره سياسي تبليغات کړي دي.

کرد وسله والو د روانې مياشتې په ۱۲ مې نېټې د ترکيې پر حکومتي ځواکونو سخت بريدونه وکړل او ترکي حکومت يې په غبرګون کې په ټول هېواد کې د دغې ډلې ضد عمليات پېل کړي دي.