د ملګرو ملتونو د پوستي چارو اداره به د جنورۍ په ۱۹ مې نېټې په نيويارک کې د چين د کرنيزې جنترۍ د ښامار کال په مناسبت ځانګړي پوستي ټکټونه خپاره کړي.
یادې ادارې په لومړي ځل د ۲۰۱۰م کال په مې کې د هغو ۱۲ حيواناتو د ځانګړو پوستي ټکټونو خپراوی پېل کړ، چې د چین د کرنيزې جنترۍ له مخې د ۱۲ تکرارېدونکو کلونو استازيتوب کوي او په ۲۰۲۱م کال کې ياد خپراوی په لومړي ځل بشپړ شو.
سږ کال د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې د ښامار کال دی او د يادې ادارې دا دویم ځل دی، چې د ښامار په نوم ټکټونه خپروي.