د چين د تيانجو-۷ مه بار وړونکې بیړۍ د فضايي سټیشن له دستګاه سره يو ځای شوه
د چين د انسان وړونکي فضايي چارو دفتر خبر ورکړی، چې د تيانجو-۷مه بار وړونکې بیړۍ یې فضايي مدار ته په برياليتوب داخله شوې او د جنورۍ په ١٨مې نېټې د سهار وختي په يوې بجې او ۴۶ دقيقو د فضايي سټېشن له تيانهه اصلي دستګاه سره يو ځای شوې ده.
ياده بيړۍ به له فضايي سټيشن سره تر نښلول کېدو وروسته ګډه الوتنه وکړي.
د شنجو-۱۷ انسان وړونکې فضايي بيړۍ ستورمزلي به د تيانجو-۷ م بار وړونکې فضايي بېړۍ ته ننوځي او له ټاکلي پلان سره سم به د بار لېږد او نور اړوند کارونه ترسره کړي.
(ژباړه: شکريه)