کوریا جمهوريت، امریکا او جاپان په سمندر کې ګډ پوځي تمرين تر سره کړی
CMG2024/01/18 10:49:15
شريکول:

د کوريا جمهوريت (جنوبي کوریا) د لوی درستيز رياست د جنورۍ په ۱۷مې نېټې خبر ورکړی، چې ځواکونو يې په سمندر کې  له امريکا او جاپان سره له ۱۵مې تر ۱۷مې نېټې پورې ګډ پوځي تمرين ترسره کړی دی.

په دغه پوځي تمرين کې د امریکا د کارل وینسون (USS Carl Vinson)په نوم اټومي الوتکې وړونکې بیړۍ هم ګډون کړی و.

د کوريا جمهوريت د لوی درستيز رياست پر خپلې ویبپاڼې خبر ورکړی، چې سمندري ځواکونو يې د امريکا او جاپان له سمندري ځواکونو سره درې ورځني ګډ پوځي تمرين ترسره کړی دی.

خبر وايي، يادو هېوادونو دغه ګډ پوځي تمرين د جیجو ټاپو جنوبي سمندر کې ترسره کړی او د جاپان د سمندري دفاعي ځواک نهه کښتيو پکې برخه اخيستې وه.

 دغه پوځي تمرين له هغه وروسته د یادو درېیو هېوادونو لومړی ګډ سمندري تمرين دی، چې  د تېر کال په نومبر کې يې اړوند پلان جوړ کړی و.