د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د جنورۍ په ۱۷مې نېټې د سویس په داووس کې یو ځل بیا په غزې تړانګې کې د سمدستي بشري اوربند غوښتنه کړې ده.
انټونیو ګوټرېش په همدې ورځ د نړیوال اقتصادي فورم کلنۍ غونډې ته وینا کړې او د اسرائیل او فلسطین د خلکو د دایمي سولې لپاره يې په غزه کې د سمدستي بشري اوربند او د "دوو هېوادونو لایحې" پر اساس د سوله ییز بهیر د پېل غوښتنه کړې ده.
ګوټرېش په خپلو خبرو کې اقليمي بدلون ته هم اشاره کړې او پر بېلا بېلو هېوادونو يې غږ کړی، چې د اقلیمي بدلون او مصنوعي ځيرکتیا د رامنځته شويو ننګونو پر وړاندې د مقابلې لپاره پیاوړې همکارۍ وکړي.
نوموړي دا يوه بېړنۍ اړتيا بللې، چې حکومتونه د ټېکنالوژۍ له شرکتونو سره ګډ کار وکړي، څو د مصنوعي ځيرکتيا د اوسنيو ټکنالوژيو د پرمختګ په بهیر کې د خطر کنټرولوونکی چوکاټ جوړ کړي، د راتلونکو زیانونو نظارت وکړي او کم يې کړي.