روسیه په ټولو برخو کې له ډيموکراتيکې کوریا سره اړیکې پياوړې کوي
CMG2024/01/18 10:42:01
شريکول:

د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکرتر پيسکوف د جنورۍ په ۱۷مې نېټې ويلي، هېواد يې په پام کې لري، چې له کوریا ډیموکراتیک ولسي جمهوریت(ډيموکراتيکه کوریا) سره د ټولو برخو اړیکې پياوړې کړي، چې په دې کې به حساسې برخې هم شاملې وي.

تاس خبري اژانس په يوه راپور کې ويلي، چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين تېره ورځ د ډيموکراتيکې کوريا له بهرنيو چارو وزيرې چوي سون هوي سره کتلي او د خپلمنځي همکاريو، د کوريا ټاپووزمې د حالاتو او ځينو نورو مسئلو په اړه ورسره غږيدلی او د نړۍ د مهمو مسئلو په اړه يې ورسره نظرونه تبادله کړي دي.

په راپور کې د پيسکوف په قول ويل شوي، چې ډيموکراتيکه کوریا د روسیې یوه مهم ملګرې او د دواړو هېوادونو موخه يې ((د حساسو سیمو په ګډون په ټولو برخو کې د اړیکو پراختیا)) ياده کړې ده.

د روسيې بهرنيو چارو وزارت د روانې مياشتې په ۱۶مې نېټې پر خپلې ويبپاڼې خبر ورکړی، چې بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف هم په همدې ورځ له چوي سون هوي سره کتلي دي.

لاوروف له چوي سون هوي سره تر خبرو مخکې رسنيو ته ويلي وو، چې دوی به د کوريا ټاپووزمې او د شمال ختيځې اسيا د حالاتو په اړه خبرې وکړي.