د توګو ولسمشر فوري اېسوزيمنا د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ يي سره وکتل
CMG2024/01/18 10:17:16
شريکول:

د توګو ولسمشر فوري اېسوزيمنا ناسينګبا د جنورۍ په ۱۷مې نېټې د دغه هېواد په لوم کې د چين له بهرنيو چارو وزير وانګ يي سره کتلي او په خپلمنځي اړيکو يې ورسره غږیدلی دی.

ولسمشر ناسينګبا د خبرو په پېل کې  له وانګ يي هيله کړې، چې د چین دولت رئيس شي جين پينګ ته د ده نيکې هيلې او پېرزونې ورسوي او په خبره يې، رئیس شي جين پينګ د توګو او چين ترمنځ د اړيکو او واقعي همکاريو لپاره ډېرې چارې ترسره کړي او نوموړی يې ستایلی دی.

ولسمشر ناسينګبا ويلي، د چين او افريقا د همکاريز فورم په چوکاټ کې د توګو او بېلا بېلو افريقايي هېوادونو د بنسټيزو تاسیساتو ابادۍ ستر برياليتوبونه موندلي دي.

نوموړي ويلي، هېواد يې په نړيواله کچه د چين د عدالت د ټينګښت، د افريقا په کورنيو چارو کې د لاسوهنې پر ضد د مبارزې او په سوله ييز پرمختګ کې يې د ستر رول لوبولو ستاينه کوي.

وانګ يي ولسمشر فوري ناسينګبا ته د رئيس شي جين پينګ نيکې هيلې او پېرزونې وړاندې کړي او ويلي يې دي، چې د چين او توګو پخوانيو مشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي ټينګه کړې او د پرمختيايي هېوادونو د همکاريو يوه بېلګه يې جوړه کړې ده.

نوموړي ويلي، چين به له افريقا سره پرمختيايي تجربې او فرصتونه شريک کړي، څو دواړه خواوې په ګډه د عصري زمانې په لور وخوځيږي.