د چین صدراعظم لي چیانګ د ایرلنډ له ولسمشر او صدراعظم سره وکتل
CMG2024/01/18 15:36:32
شريکول:

د چین صدراعظم لي چیانګ د جنورۍ په ۱۷مې د ايرلنډ په پلازمېنې دوبلین کې د دغه هېواد له ولسمشر مایکل هیګنس سره کتلي او د دواړو هېوادونو په اړيکو ورسره غږیدلی دی.

لي چیانګ په خبرو کې ويلي، چین غواړي سږ کال د دواړو خواوو ترمنځ د سیاسي اړیکو د ټينګېدو د ۴۵مې کلیزې په پار د دواړو هېوادونو د مشرانو هوکړې ښې تطبیق کړي، له ایرلنډ سره متقابل احترام او باور پياوړي کړي، یو د بل د پاملرنې وړ ګټو ته پاملرنه وکړي او په مختلفو برخو کې خپلمنځي همکارۍ ورسره ژورې کړي، څو خپلمنځي ستراتيژیکې همکاریزې اړیکې يې نورې هم ټينګې شي.

ولسمشر مایکل هیګنس ويلي، د ایرلند او چین ترمنځ اړیکې د ښه پرمختګ په لوري روانې دي او هېواد یې غواړي، له چین سره دوستانه تبادلې او د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ نورې هم پياوړې کړي او د اقلیمي بدلون ضد مبارزې، د غلو دانو د خوندیتوب او دوامدار پرمختګ د هڅونې په شمول د ځینو نړیوالو ننګونو پر وړاندې په ګډه کوښښونه وکړي.

صدراعظم لي چيانګ په همدې ورځ له خپل ایرلنډي سیال لیو وارداکر سره هم کتلي دي.