د ايران بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ په ١٧مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې د دغه هېواد بهرنيو چارو وزير حسین امیر عبداللهيان په همدې ورځ له خپل پاکستاني سیال جلیل عباس جيلاني سره د دواړو هېوادونو د اړيکو د وروستيو حالاتو په اړه ټيلېفوني خبرې کړې دي.
عبداللهیان په خپلو خبرو کې ویلي، چې ایران د پاکستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري او په خبره يې، د دواړو هېوادونو چارواکي باید په بېلا بېلو برخو کې همکارۍ او نژديو اړیکو ته دوام ورکړي.
د پاکستان بهرنيو چارو وزیر جليل عباس جيلاني ويلي، چې ايران د روانې میاشتې په ۱۶مې نېټې په پاکستان کې بريد کړی او دا کړنه يې د خپل هېواد له ملي حاکمیت، نړيوالو قوانينو او د پاکستان او ايران د دوه اړخيزو اړيکو له روحيې څخه سخته سرغړونه بللې او په وينا يې، دوه اړخيزو اړيکو ته يې سخت زیانونه رسولي دي.
نوموړي ويلي، پاکستان د ايران دغه کړنه غندي او د ځواب ورکولو حق لري.
جیلاني زیاته کړې، ترهګري د سیمې لپاره ګډ ګواښ دی، خو یواړخیزې کړنې سیمه ییزه سوله او ثبات ګواښي او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره باید همغږې هڅې وشي.