پاکستان له ایرانه د خپل سفیر د وربللو پرېکړه کړې
CMG2024/01/18 10:26:57
شريکول:

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ په ١٧مې نېټې اعلان کړی، چې له ايران څخه يې خپل سفير ورغوښتی دی.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې پاکستان له ايران څخه د خپل سفير د ايستلو پرېکړه کړې او په اسلام اباد کې يې د ايران اوسني سفير ته ويلي، چې د لنډمهال لپاره له دغه هېواده ووځي.

پاکستان پرېکړه کړې، چې په راتلونکو څو ورځو کې د پاکستان او ایران د لوړې کچې ټولې روانې او پلان شوې لېدنې وځنډوي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په همدې ورځ يوې بلې اعلاميې کې ويلي وو، چې ایران د پاکستان له فضایي حریم څخه سرغړونه کړې او په بريد کې یې ۲ ماشومان وژلي او ۳ نجونې يې ټپيانې کړې دي.

پاکستان د ياد بريد په تړاو ایران ته سخت احتجاج وړاندې کړی دی.