د پاکستان پوځ د جنورۍ په ۱۸مې خبر ورکړی، چې هوايي ځواکونو يې په همدې ورځ د ایران په داخل کې پر ترهګرو برید کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په يوې اعلاميې کې د دغه بريد موخه د خپل هېواد د امنيت او ګټو ساتل بللي دي.
اعلاميه وايي، پاکستاني ځواکونو په ايران کې ترهګر په نښه کړي او څو کسان يې وژلي دي.
د ایران رسنيو په همدې ورځ خبر ورکړی، چې د دغه هېواد پر یوه سرحدي کلي توغندي لګيدلي، چې له امله یې ۳ ښځې او ۴ ماشومان وژل شوي دي.