تېر کال د چين د پرچون عمومي ارزښت له ۴۷ ټريليونو يوانو څخه پورته و
CMG2024/01/18 11:11:02
شريکول:

د چين د احصائيې ملي ادارې د جنورۍ په ۱۷مې نېټې خبر ورکړی، چې په ۲۰۲۳م کال کې د چين د مصرفي توکو د پرچون عمومي ارزښت ۴۷ ټريليونه، ۱۴۹ ميليارډه او ۵۰۰ ميليونو ته رسېدلی، چې دغه شمېر د  ۲۰۲۲م کال په پرتله ۷.۲ سلنه زياتوالی ښيي او په همدې کال کې مصارف يو ځل بيا د اقتصادي ودې عمده خوځنده ځواک ګرځېدلی دی.

۲۰۲۳م کال کې د چين د اقتصادي ودې د پرمختګ انډول د مصرف د عمومي لګښت د زياتېدو له امله ۴.۳ سلنه زياتوالی موندلی، چې دغه شمېر د ۲۰۲۲م کال په نسبت ۳.۱ سلنه زياتوالی ښيي.
۲۰۲۳م کال کې د چين په اقتصادي ودې کې د مصارف ونډه ۸۲.۵ سلنه ښودل شوې، چې دا بيا د ۲۰۲۲م کال په پرتله ۴۳.۱ سلنه زياتوالی ښيي او په اقتصادي ودې کې يې د مصارف اساسي رول ډېر د پام وړ ښودل شوی دی.

(ژباړه: شکريه)