د اسرائيل د پوځ لوی درستيز هاليوي د جنورۍ په ۱۷مې نېټې ويلي، چې راتلونکو څو مياشتو کې به لبنان ته نژدې د اسرائيل په شمالي سرحداتو کې د جګړې امکان د پخوا په نسبت زيات شي.
هاليوي ويلي((د اسرائيل په شمالي سرحداتو کې په راتلونکو مياشتو کې د جګړې احتمال د پخوا په پرتله زيات دی)).
د اسرائيل ټايمز ورځپانې د هاليوي په قول خبر ورکړی، چې پوځ يې د هېواد په شمالي سيمو کې څرګند هدف لري او له دې سيمو څخه ایستل شوي خلک بايد بېرته خپلو کورونو ته ستانه کړي.
(ژباړه: شکريه)