امریکا حوثيان ترهګران وبلل
CMG2024/01/18 10:15:48
شريکول:

امریکا د جنورۍ په ۱۷مې نېټې اعلان کړی، چې حوثي وسله وال ډله يې "ځانګړی نړیوال ترهګر" ډله بللې و تور لېست کې يې شامل کړی دی او په مياشت کې دننه به پرې بنديزونه ولګوي.

د ولسمشر جوبايډن د ملي امنيت سلاکار جاک سليوان په همدې ورځ يوې اعلامیې کې ويلي، چې امريکې په يمن کې د حوثيانو د پر له پسې ګواښونو او بريدونو په ځواب کې دغه ډله " ځانګړی نړیوال ترهګريز سازمان " بللی او په تور لېست کې يې شامله کړې ده.

اعلاميه وايي، هر هېواد او ډله بايد حوثي وسله والو ته د پانګو له برابرولو لاس واخلي، مالي بازارونو ته د حوثي وسله والې ډلې لاسرسی باید محدود او د سره سمندر او عدن خلیج کې پر سوداګریزو کښتیو د بریدونو په ځواب کې د حوثي وسله والو مسؤلیتونه محاسبه کړي.