د چين ميډيا ګروپ د پسرلي جشن د ماښمانې هنري نندارې پوسټر د عربي هېوادونو د دولتي رسنیو ۳م کنفرانس ته وړاندې شو
CMG2024/01/19 16:04:32
شريکول:

د عربي هېوادونو د خپرونو ۴۳مه کلنۍ غونډه يا د عربي هېوادونو د دولتي رسنيو ۳م کنفرانس د جنورۍ له ۱۶مې  څخه تر ۱۸مې پورې په تونس کې تر سره شو.

چين ميډيا ګروپ د يادې ټولنې غړيتوب لري او يوازينۍ چيني رسنۍ ده، چې په ياد کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.

چين ميډيا ګروپ په ياد کنفرانس کې د ۲۰۲۴م کال د ښامار کال د پسرلي اختر د ماښمانې هنري نندارې پوسټر نندارچیانو ته وړاندې کړ او بهر ته يې د چینایانو دغه خورا مهم کلتوري فعاليت معرفي کړ.

په دغه کنفرانس کې د چين ميډيا ګروپ استازي د "5G + 4K / 8K + AI" په اړه خپلې لاسته راوړنې هم معرفي کړې دي.

(ژباړه: شکريه)