ایران په لويې پيمانې پوځي تمرين تر سره کړی
CMG2024/01/19 11:11:30
شريکول:

د ايران پوځ د جنورۍ په ۱۸مې نېټې د " مدافعان اسمان ۱۴۰۲ " په نوم ګډ هوايي دفاعي پوځي تمرين ترسره کړی، چې د دغه هېواد د پوځ او اسلامي انقلابي ګارډ ځواکونو پکې برخه اخيستې وه.

فارس خبري اژانس د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ د حاتم الانبیا هوايي دفاعي اډې د قومندان قادر رحیم زاده په قول خبر ورکړی، چې په دغه تمرين کې د ایران د ځکمنيو ځواکونو هوايي دفاعي ځواک، سمندري ځواک او د اسلامي انقلابي ګارډ هوايي او سمندري ځواکونو ګډون کړی و.

د ايران د دغه تمرين ساحه د جنوب لوېديځ د ابادان ښار او د جنوب ختيځ د چابهار بندر تر منځ  ښودل شوې او ساحلي برخه يې د هيواد په جنوبي سندري سيمو کې تر سره کيږي.

(ژباړه: شکريه)