حوثيانو د امریکا پر یوې کښتۍ برید کړی
CMG2024/01/19 10:42:20
شريکول:

د یمن د حوثي وسله والې ډلې ویاند یحیی سرایا د جنورۍ د ۱۹مې نېټې په سهار يوې اعلاميې کې ويلي، چې وسله والو يې په عدن خلیج کې پر یوې امریکايي کښتۍ توغندي ويشتلي او ويجاړه يې کړې ده.

اعلاميې کې د امريکا ياده کښتي د " کام رنجير" په نوم ياده شوې ده.

یحيی سرایا ويلي، حوثيان به د امریکې او بريتانيې ټولو بریدونو ته ځواب ورکړي.

مالومات ښیي، چې " کام رنجير" کښتۍ د تېلو ټانکر دی، چې د مارشال ټاپو بیرغ پرې پورته و.

د بريتانيې د سمندري سوداګرۍ دفتر د ۱۸مې نېټې په ماښام خبر ورکړی، چې پر يوې سوداګريزې کښتۍ يې د يمن جنوب ختيځ ته په ۱۱۵ سمندري ميله سمندري سيمې کې د بې پيلوټه الوتکې بريد هڅه شوې، خو کښتۍ ته يې زيان نه دی رسيدلی.

خبر وايي، يادې بې پېلوټه الوتکې له کښتۍ څخه ۳۰ متره لرې چاودنه کړې او کوم ځاني او مالي زيان يې نه دی اړولی.

(ژباړه: شکريه)