د ايران بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ په ۱۸مې نېټې په تهران کې د پاکستان شارژدافير احضار کړی او د ايران په جنوب ختيځ کې د سيستان او بلوچستان ولايت پر يوه کلي د پاکستاني ځواکونو د بريدونو په اړه يې ورته احتجاج کړی دی.
د ايران بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د يادو بريدونو په اړه يې له پاکستانه وضاحت غوښتی دی.
تسنيم خبري اژانس د ايران د کورنيو چارو وزير احمد وحيدي په قول خبر ورکړی، چې پاکستاني ځواکونو په سيستان بلوچستان ولايت کې پر يوه کلي بريد کړی، چې له امله يې د ۴ ماشومانو، ٣ ښځو او ۲ نارينه وو په ګډون ٩ بهرنيان وژل شوي دي.
(ژباړه: شکريه)