چین د موټرونو په صادراتو کې د نړۍ مخکښ ځای خپل کړی
CMG2024/01/19 15:08:03
شريکول:

د چین د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د جنورۍ په ۱۹مې په یوې خبري ناستې کې د تېر کال د صنایعو او مالوماتي ټکنالوژۍ د پرمختګ په اړه مالومات ورکړي دي.

په یادې ناستې کې د چین د صنایعو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسؤلینو ويلي، چې تېر کال یې د هېواد د موټرونو د تولید او خرڅلاو شمېرې له ۳۰ میلیونو څخه اوښتي، چې په جلا جلا توګه د وړم کال په نسبت 11.6 سلنه او 12 سلنه زیاتوالی ښيي او په همدې کال کې د چین د موټرونو صادراتي شمېر 4.91 میلیونو ته رسېدلی، چې د وړم کال په نسبت 57.9 سلنه زیاتوالی ښيي او په لومړي ځل یې د نړۍ مخکښ مقام خپل کړی دی.