د کوته ديوا ولسمشر له وانګ يي سره وکتل
CMG2024/01/19 10:59:03
شريکول:

د کوته ديوا ولسمشر الاسانه اواتارا د جنورۍ په ۱۷مې نېټې په ابدجان کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي سره کتلي او د خپلمنځي اړيکو په اړه ورسره غږیدلی دی.

الاسانه اواتارا ويلي، چې هېواد يې له چين سره اړيکو ته لومړيتوب ورکوي او هڅې کوي، چې د بېجينګ له برياليتوب څخه زده کړه وکړي او په بېلا بېلو برخو کې ورسره همکارۍ پراخې کړي.

نوموړي ويلي، هغه به په کوته ديوا کې د چين او افريقا د همکارۍ فورم د پايلو د پلي کولو لپاره هڅې وکړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به ګټې ورسوي.

الاسانه اواتارا د تايوان مسئلې په اړه يې خپل دريځ ټينګ او څرګند بللی او ويلي يې دي، چې په نړۍ کې يوازې يو چين دی او تايوان يې يوه برخه ده.

نوموړي ويلي، هېواد يې د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري.

وانګ يي د چين د ملي يووالي او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې په برخه کې د کوته ديوا له ملاتړ څخه مننه کړې او ويلي يې دي، چې چين به د کوته ديوا د اساسي ګټو او مهمو اندېښنو په اړه مستقيم ځواب ووايي او په ګډه به ورسره د دواړو هېوادونو د مشرانو نظرونه پلي کړي او د متقابلو ګټورو همکاريو د پياوړتيا او پرمختګ لپاره به هڅې وکړي.