د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتانياهو د جنورۍ په ۱۸مې نېټې په تل ابیب کې خبري رسنيو ته ويلي، چې هېواد به یې د فلسطین او اسرائيل ترمنځ د مسئلې د راتلونکې لارې د مالومولو په پار د اردن سیند پر لویدیځي غاړې نظامي کنټرول وساتي.
نوموړي د نږدې راتلونکې لپاره د اردن سیند پر لویدیځې غاړې نظامي کنټرول د فلسطین او اسرائيل مسئلې د حل لپاره اړينه چاره بللې ده.
نتانیاهو ویلي، په غزه کې به يې پوځي عملیات تر هغې روان وي، څو ټول هدفونه يې ترلاسه کړي نه وي.
نوموړي د اسرائيل هدفونه، د ټولو بنديانو خوشي کول، حماس له منځه وړل او دا یقیني کول، چې غزه به بيا د اسرائيل لپاره ګواښ نه جوړوي، ياد کړي دي.
نتانیاهو زياته کړې، چې په غزې کې د پوځي عملیاتو بریالیتوب يې ښايي "څو میاشتې" وخت ونیسي او په خبره يې، له جګړې وروسته غزه باید بې وسلې او د اسرائیل تر هراړخیز امنیتي کنټرول لاندې راشي او اسرائيل باید هر هغه څه کنټرول کړي، چې غزې ته داخليږي.