اسرائيلي ځواکونو د غزې په جنوب کې سخت بريدونه کړې، ۴۶ کسان يې وژلي
CMG2024/01/19 11:08:13
شريکول:

فلسطیني رسنیو د جنورۍ په ۱۸مې نېټې خبر ورکړی، چې اسرائیلي ځواکونو تېره ورځ د خان يونس او رفح په شمول د غزې پر جنوبي ښارونو سخت بريدونه کړي، چې له امله يې لږ تر لږه ۴۶ کسان وژل شوې دي.

د فلسطين معن خبري اژانس خبر ورکړی، چې د روانې میاشتې په ۱۷مې نېټې ۲۷ جسدونه د خان یونس ناصر روغتون او د اردن ګرځنده روغتون ته لېږدول شوي دي.

خبر وايي، د اسرائيل ټانک قواوو په خان یونس ښار کې ځمکني بریدونه کړي او له فلسطیني وسله والو سره يې سخته جګړه کړې ده.

د فلسطين تلويزيون د روانې مياشتې په ١٨مې نېټې خبر ورکړی، چې اسرائيلي پوځ د روانې مياشتې په ١٧مې نېټې په رفح ښار کې پر يوه استوګنځي هوايي بريد کړی، چې له امله يې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي دي.