پر منځني ختيځ د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د شخړې اغېزې مخ په پراخېدو دي
CMG2024/01/19 15:01:19
شريکول:

پدې وروستيو کې د منځني ختيځ په يو شمېر سیمو کې وضعيت مخ په سختېدو دی. امريکې او برېټانيې يو په بل پسې په يمن کې د حوثي ډلې پر هدفونو بمباري کړې او له دې لارې يې غوښتي، چې د سور سمندر په سيمه کې پر خپلو بار وړونکو بېړيو د يادې ډلې له بريدونو غچ واخلي. ايران په پاکستان او يو شمېر نورو هېوادونو کې پر میشتو ترهګرو او په سوريې کې يې د اسرائيلو پر استخباراتي ارګانونو توغنديز بريدونه کړي چې د سيمه ييزو هېوادونو له منفي غبرګونونو سره مخ شوي دي. د اسرائيلي ځواکونو او د لبنان د حزب لله جنګيالیو ترمنځ جګړه دوام لري چې د حزب لله لوړپوړی قوماندان پکې وژل شوي او د جګړې د شديدېدو سبب شوی دی.

شنونکي پدې اند دي چې د امريکې پوځي حملې يوازې په سور سمندر کې د بېړيو د تګ راتګ ستونزو د لاسختېدو سبب کېږي. د ایران او سيمه ييزو هېوادونو ترمنځ د اړيکو خرابېدو په سيمه کې د بې ثباتۍ د زياتېدو سبب شوی دی. د اسرائیلو او د لبنان د حزب لله ترمنځ شخړه ښايي نوره هم دوام ولري. داسې ښکاري چې پر نورو سيمو د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د شخړو اغېزې مخ په زياتېدو دي.

د امريکا او حوثي ډلې ترمنځ جګړه دوام لري

د حوثي ډلې تر کنټرول لاندې يوه تلویزيون خبر ورکړی چې د امريکې او برېټانيې ځواکونو د جنورۍ د ۱۸ مې نېټې په سهار وختي د يمن په شمال او مرکز پنځو ولایتونو کې د حوثي ډلې پر یو شمېر هدفونو بريدونه وکړل.

د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د روان پړاو شخړې له پيل راهيسې، حوثي وسله والو څوڅو ځلې په سور سمندر کې پر هغو بېړيو چې له اسرائيلو او امريکې سره تړاو لري، بريدونه کړي او له دې لارې يې غوښتي چې له فلسطين څخه ملاتړ څرګند کړي. د امريکې او برېټانيې ځواکونو د حوثي ډلې بريدونو ته په غبرګون کې د روانې مياشتې له ۱۲ مې څخه پر دغې ډلې پرله پسې هوايي بريدونه کړي دي. د امريکې حکومت د روانې مياشتې په ۱۷ مې حوثي ډله د نړۍ د ځانګړو ترهګرو د رښتينې ډلې په توګه وټاکله او له دې لارې يې غوښتل چې پر دغې ډلې فشارونه واچوي.

د حوثي ډلې وياند عبدل سلام ويلي، چې امريکې ياده پرېکړه يوازې د سياسي موخو لپاره کړې او پر حوثي ډلې هېڅ رښتينې اغېزې نه لري، بلکې له فلسطينيانو سره يې د ارادې د لاټينګېدو سبب کېږي.

د واشينګټن د  نږدې ختيځ په اړه د تګلارو د څېړنيز انسټيټيوټ څېړونکي ميکل نايز ويلي، چې پر حوثي ډلې د امريکې او برېټانيې ځوابي بريدونه ښايي خپلو موخو ته ونه رسېږي، بلکې دغې ډلې ته ښايي د نورو زياتو بريدونو د پيلولو لاملونه پيدا کړي.

د ايران او سيمه ييزو هېوادونو ترمنځ اړيکې مخ په خرابېدو دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ په ۱۸ مې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې ځواکونو يې د ايران په جنوب کې د ميشتو ترهګرو پر پټنځیو دقيق بريدونه کړي او یو شمېر ترهګر يې وژلي دي.

پدې وروستيو کې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د شخړو د اغېزو له امله د منځني ختيځ او شاوخوا سیمې وضعيت مخ په سختېدو دی. ايران پدې وروستيو کې په سوريې، عراق او پاکستان کې  پر هغو هدفونو چې خپل ملي امنيت ته یې ګواښ بولي، توغنديز بريدونه کړي او اړوندو هېوادونو له دې امله ناخوښي څرګنده کړې ده. د عراق د بهرنيو چارو وزارت د جنورۍ په ۱۶ مې په اعلاميه کې د ایران بریدونه پر خپل ملي حاکميت بربنډ يرغل بللی او وروسته يې په دغه هېواد کې خپل لوی سفير بغداد ته ورغوښتی او ملګرو ملتونو ته يې د ايران د بريدونو په اړه شکايتونه کړي دي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم د روانې مياشتې په ۱۷ مې په ايران کې خپل لوی سفير  ورغوښتی او په ۱۸ مې يې خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې يې پر ميشتو ترهګرو دقیق بريدونه کړي دي.

د چين او عربي هېوادونو د اصلاحاتو او پرمختګ د څېړنيز مرکز د شورا سرمنشي وانګ ګوانګ دا ويلي، چې د فلسطين او اسرائیلو ترمنځ د شخړو اغېزې مخ په پراخېدو دي، نو ځکه په یو شمېر نورو هېوادونو کې وضعيت خراب شوی او شخړې هم رامنځته شوې دي.

د اسرائيلو او حزب لله ترمنځ جګړه دوام لري

له روانې مياشتې راهيسې اسرائيلو د حماس او د لبنان د حزب لله يو شمېر لوړپوړي مشران او قوماندانان وژلي، چې د  حماس د سياسي بيورو مرستيال رئيس شېخ صالح الحریري او د حزب لله لوړپوړی قوماندان وسام حسن تاويل هم پکې شامل دي.

شنونکي پدې اندي چې د يادو وژل شوو کسانو له هويتونو څخه ښکاري چې د اسرائيلو او د لبنان د حزب لله ترمنځ جګړه نوره هم شديده شوې ده. د اسرائيلو د بيجين- سادات ستراتېژيک څېړنيز مرکز څېړونکي ايل پنک پدې باور دی چې حزب لله به هرومرو د اسرائيلو دقیقو بريدونو ته ځواب ورکوي.

د لبنان ختيځ – ټوډې ورځپاڼې په يوه تبصره کې د حزب لله د يوه چارواکي په قول ليکلي چې دا به یوه ډېره اوږده جګړه وي چې صبر لګوي.