د روسيې د دفاع وزارت د جنورۍ په ۱۸مې نېټې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد هوايي دفاعي ځواکونو په همدې ورځ په مسکو ايالت او ليننګراډ ايالت کې د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو مخه نيولې ده.
دا لومړی ځل دی، چې د روسيې پوځ په ليننګراډ ايالت کې د اوکراين د بې پيلوټه الوتکې د بريد د مخنيوي خبر ورکوي.
خبر وايي، روسي هوايي ځواکونو د روانې مياشتې په ۱۸مې نېټې د سهار وختي په يوې بجې او ۳۰ دقيقو، د اوکراين د بې پيلوټه الوتکو د بريد مخه نېولې ده.
اوکرايني ځواکونو غوښتل، چې د روسیې د پوځ پر ځينو تاسيساتو بريدونه وکړي.