د ازبکستان ولسمشر به چین ته رسمي سفر وکړي
CMG2024/01/19 17:47:54
شريکول:

د چین بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو ننیګ د جنورۍ په ۱۹مې په یوه خبري ناسته کې د خبریال پوښتنې ته په ځواب کې وویل، د ازبکستان ولسشمر (Shavkat Mirziyoyev) شوکت مرزیویف به د روانې میاشتې له ۲۳مې تر ۲۵مې چین ته رسمي سفر وکړي.

مېرمن ماو نینګ وویل، د چین او ازبکستان د سیاسي اړیکو د ټینګېدو له ۳۲ کلونو راهیسې، دواړو خواوو تل یو د بل احترام کړی او کوي یې، په بېلا بېلو ساحو کې همکارۍ یې فعال بریالیتوبونه تر لاسه کړي او د منځنې سیمې او حتی د نړۍ د سولې او ثبات د ساتلو لپاره یې اغېزمن خدمتونه کړي دي. چین ته د ولسمشر مرزیویف د سفر په مټ به د دواړو هېوادونو اړیکې نورې ټينګې شي.