سيرګي لاوروف: تېر کال د روسيې او چين تر منځ همکاريو چټک پرمختګ کړی
CMG2024/01/19 14:38:34
شريکول:

د روسيې بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د جنورۍ په ۱۸مې نېټې ويلي، چې روسيې او چين د خپلمنځي همکاريو پراخ او د لوړې کچې ميکانيزم جوړ کړی او په بېلا بېلو برخو کې يې خپلمنځي همکاريو چټک پرمختګ موندلی دی.

سيرګي لاوروف په همدې ورځ په ۲۰۲۳م کال کې د روسيې د ډيپلوماتيکو چارو کلنۍ مطبوعاتي غونډې کې رسنيو ته ويلي چې په تېر ۲۰۲۳م کال کې د روسيې او چين ترمنځ د دوه اړخيزې سوداګرۍ حجم له ټاکل شوي هدف(۲۰۰ ميليارډو امريکايي ډالرو) څخه زيات شوی او ښه پرمختګ يې کړی دی.

نوموړي ويلي، روسيه او چين هر کال په ګډه کلتوري او ښوونيز فعاليتونه ترسره کوي، چې دغه فعاليتونه د دواړو هېوادونو د هرې کچې ډيالوګ لپاره ښه زمينه برابروي او دواړه هېوادونه د خپلمنځي همکاريو د پياوړتيا لپاره هڅې کوي.

سيرګي لاوروف زياته کړې، چې روسيې او چين د همکاريو پراخ او لوړ پوړی ميکانيزم جوړ کړی او په نوي زمانې کې به یې هراړخيزې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې د متقابلو ګټورو همکاريو د روانو پروژو د تبادلې او همغږۍ لپاره ګټورې وي.