د پاکستان د بهرنيو چارو وزير جلیل عباس جیلاني د جنورۍ په ۱۹ مه له خپل ايراني سيال حسين امير عبداللهيان سره تليفوني خبرې وکړې.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دواړو خواوو موافقه کړې څو د ترهګرۍ ضد مبارزې او د ګډې علاقې وړ برخو کې خپلمنځي همکارۍ او همغږۍ پياوړې کړي. دواړو خواوو همدارنګه د تاوتريخوالي په کمولو هوکړه کړې او يو د بل ملکونو ته د خپلو سفيرانو د ستنولو په موضوع یې هم بحث کړی دی. عباس جيلاني په تليفوني خبرو کې پر دې ټينګار کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ باید ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته د درناوي پر بنسټ ترسره شي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت په بيان کې راغلي، حسين امير عبداللهيان په تليفوني خبرو کې وويل، چې هېواد يې د پاکستان ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی لري. دواړه هېوادونه دې د پوځي چارو او امنيت ساتنې په اړه خپلمنځي پخوانيو تړونونو ته پاملرنه او عملي يې کړي. عباس جیلاني امير عبداللهيان ته بلنه ورکړې، چې پاکستان ته سفر وکړي.