د چین او افغانستان د ډیپلوماتیکو اړیکو ۶۹مه کلیزه
CMG2024/01/20 16:07:55
شريکول:

لیکوال: صفي الله ناصري؛ د نړیوالو حقوقو  ماستر

له نن څخه ۶۹ کاله مخکې د چین او افغانستان ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو لومړۍ کلیزه پیل شوه. چې په دې سره د دواړو دوستو هېوادونو دودیزو اړیکو ته د رسمیت، پراختیا او پایښت نوی خوځنده ځواک ورکړ شو.

افغانستان او چین د دغه باب په پرانیست سره همکارۍ پراخې کړې دي چې د دواړو ولسونو ترمنځ د دوستۍ او همدارنګه د اقتصادي، فرهنګي او تجارتي اړیکو په پراختیا کې یې مهم رول لوبولی دی.

تېر کال ما او د چین غوټۍ اغلې چن جونګ د ۶۸مې کلیزې په مناسبت په پښتو ژبه « د دوستۍ کړکۍ-چین ته یوه کتنه» کتاب ولیکه چې د لوستونکو له پراخ هرکلي سره مخ شو. په دغه کتاب کې د چین او افغانستان د پېژندنې په باب ډېر مهم مطالب راټول شوي و، چې په لوست سره یې افغانان کولای شي چین او شته فرصتونه وپېژني څو د دواړو ولسونو ترمنځ د لرغونو اړیکو سربېره په اوسني پېر کې غوره پرمختګ وکړی شي.

د ۲۰۲۱م کال د اګست له ۱۵مې په افغانستان کې سیاسي تحول راغی او بهرنیان له افغانستان څخه ووتل، په دې شرایطو کې افغانستان له ډېرو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان شو خو د نړیوالې ټولنې په بشردوستانه مرستو سره له بدو شرایطو راووت.

په دې مرستو کې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو هم خپل مخکښ رول ولوباوه او چین هېواد د دې مرستو ترڅنګ په ملګرو ملتونو کې تل د افغانستان د مسئلې د حل په اړه عادلانه او د افغانانو د سوکالۍ او ثبات په ګټه دریځ غوره کړی دی.

که څه هم تر دې دمه د افغانستان اوسنی واکمن نظام کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی خو د چین هېواد په ګډون څه باندې لسو هېوادونو خپلې سفارتي چارې نه دي ځنډولې او تعامل شته دی.

تېر کال چین د افغاستان په اړه د خپل دریځ سند خپور کړ چې په هغې کې د افغانستان د مسئلې حل او تعامل په اړه او همدارنګه چین د خپل دریځ د لا روښانتیا په موخه خپلې مشورې شریکې کړې دي او د افغانستان د واکمن نظام لخوا یاد دریځ سند ستایل شوی او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا هیله یې ښودلې ده.

په تېر یوه کال کې د چین نوي سفیر په کابل کې خپله دنده پیل کړه، د چين له لان جو څخه د کاشغر په تېرېدو سره افغانستان ته لومړي اورګاډي لېږد وکړ او ارومچي ته منظم اونیز هوایي سفرونه پیل شول. سربېره پر دې ډېری چینایانو افغانستان ته سفرونه وکړل او تر ډېره بریده عملاً پانګونې پیل او د پراختیا په حال کې دي.

په ټوله کې ویلی شو چې له نېکمرغه دغه اړیکو سالمه، ثابته او مثبته وده کړې او کوي یې. په دې توګه هیله لرو چې دغه اړیکې لا وده وکړي، تګ راتګ زیات شي او له فرصتونو د دواړو په ګټه کار واخیستل شي څو غوره راتلونکی ولرو.


د افغانستان او چین دوستي د تل وي