چين په ۲۰۲۳م کال کې يو ټريليون او سل ميليارډه يوانه بهرنۍ پانګې جذب کړې
CMG2024/01/20 11:33:11
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزارت د جنورۍ په ۱۹ مې شمېرې خپرې  کړې،  چې له مخې يې دغه هېواد په تېر ۲۰۲۳م کال کې له يو تريليون ۱۳۳ ميليارډه او ۹۱۰ ميليونه يوانه بهرنيو پانګو څخه استفاده کړې ده. د دغو شمېرو په اساس، په دغه هېواد کې په بهرنیو پانګو د نويو جوړ شوو تصديو شمېر ۵۳۷۶۶ شودل شوی، چې د ۲۰۲۲م کال په پرتله  ٪ ۳۹.۷ لوړوالی ښيي. د دغه هېواد په عصري تخنيکي صنایعو کې ۴۲۳ ميليارډه او ۳۴۰ ميليونه يوانه پانګه کارول شوې، چې د تاريخ نوی ريکارډ  يې جوړ کړی دی.

شمېرې همدارنګه ښيي، چې په چين کې د فرانسې، بريټانيې، هالنډ، سويس او استراليا د ۲۰۲۳م کال پانګونې د ۲۰۲۲م کال د پانګونو په پرتله په جلاجلا توګه ٪ ۸۴.۱، ٪۸۱، ٪ ۳۱.۵، ٪ ۲۱.۴، ٪ ۱۷.۱زیاتې شوې دي.