پاکستان پرېکړه کړې له ایران سره ستونزې د خبرو له لارې حل کړي
CMG2024/01/20 11:38:00
شريکول:

د پاکستان د صدراعظم دفتر د جنورۍ په ١٩مه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د پاکستان د ملي امنيت کمېټې په همدې ورځ غونډه وکړه او پرېکړه يې وکړه، چې له ايران سره د خبرو او ډيپلوماسۍ له لارې د دواړو هېوادونو په اړيکو کې رامنځته شوې "کوچنۍ ستونزې" له منځه يوسي.

په یاده غونډه کې پر دې ټینګار وشو، چې پاکستان به له هر ډول ترهګریزو ګواښونو سره ټينګه مقابله وکړي.

د پاکستان صدراعظم انوار الحق کاکړ له غونډې وروسته د کابینې د غونډې مشري وکړه او ویې ویل، چې پاکستان له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له  ګاونډیو هېوادونو سره د دوستانه او همکاریزو اړیکو د ټینګولو هڅه کوي. دا د دواړو هېوادونو په ګټه ده، چې له ایران سره د اړیکو د بېرته رغولو لپاره اقدامات وکړي.