د اقتصاد د نړيوال فورم پنځه ورځنۍ کلنۍ غونډه د جنورۍ په ۱۹مه د سويس په داووس کې پای ته ورسېده . په دې غونډه کې ډېرو ګډونوالو له نړيوالې ټولنې څخه د اعتماد د بيا جوړولو غوښتنه وکړه، څو په ګډه نړيوالې ننګونې حل کړي.
د اقتصاد نړیوال فورم مشر بورګ برېند په همدې ورځ د يادې کلنۍ غونډې د پای مراسمو ته په وينا کې وویل ، چې اوس نړۍ له بېلابېلو سختو او پېچلو ننګونو سره مخ ده او ډېرې مسئلې پر ټولو خلکو اغېزه لري، د مثال په توګه، اقليمي بدلون،د اقتصاد کمزورې محرقه قوه، خراب امنيتي وضعيت او داسې نور. د يادو مسئلو حل همکارۍ ته اړتيا لري او د همکارۍ بنسټ اعتماد دی.
ياده کلنۍ غونډه د جنورۍ په ۱۵مه په داووس پرانيستل شوه او موخه يې د اعتماد بيا جوړونه ده.