د چين د انجنير ملي جايزه ګټوونکو ستاينغونډه د جنورۍ په ۱۹مه په بېجينګ کې جوړه شوه . په دغه غونډه کې ۸۱ انجنيرانو ته ” د ملي غوره انجنير“ لقب او ۵۰ ډلو ته ” د انجنيرانو غوره ملي ډله “ لقب ورکړل شو . د چين د دولت رئيس شي جين پينګ، د يادو لقبونو ګټوونکو ته ډېره مبارکي وویله.
شي جين پينګ زیاته کړه ، چې بايد د غوره انجنير ډلې نورې زياتې جوړې شي او هیله يې وښودله ، چې د چين ټول انجنيران هڅه وکړي، څو د چيني شکله عصري کېدو د بهیر له لارې دغه هېواد اباد او غښتلی کړي او دغه ملت بيا سمسور کړي.
د چين د هاربین د برېښنا شرکت د مرستيال عمومي انجنير چين دا چينګ، د هانکانګ، جوهای او مکاو لوی پل عمومي انجنير سو چوان که، د فو شين چټک اورګاډي د جوړوونکې ډلې د مسئول جو لي په شمول جايزه ګټوونکو په ياده غونډه کې ويناوې وکړې.