د ناورو د بهرنیو چارو وزیر: تایوان یو خپلواک هېواد نه دی
CMG2024/01/20 10:54:20
شريکول:

د ناورو د بهرنيو چارو او سوداګرۍ وزير ليونل رووين اينجيمي په ځايي وخت د جنورۍ په ۱۹مه د چین میډيا ګروپ له خبريال سره ځانګړې مرکه وکړه. دا د ناورو حکومت لخوا له تایوان سره د تش په نامه "دیپلوماتیکو اړیکو" د پرې کولو له اعلان وروسته لومړی ځل دی، چې د دغه هېواد لوړپوړي چارواکي له چیني رسنۍ سره ځانګړې مرکه کوي. ليونل رووين اينجيمي د مرکې په وخت کې دا ومنله، چې تايوان يو خپلواک هېواد نه دی.

ليونل رووين اينجيمي په خپلو خبرو کې وويل، موږ د چین ولسي جمهوریت او د ملګرو ملتونو ټول هغه پرېکړه لیکونه پیژنو، چې د یو چین پېژندنې د اصولو په رسمیت پیژندلو په اړه یې یادونه کړې، موږ د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیکونو محتوا منو او پرې پوهېږو. لکه څنګه، چې زموږ ولسمشر په پارلمان کې په خپله وینا کې وویل، چې موږ د یو چین پېژندنې د اصولو او د دې دوستانه اړیکو په رسمیت پیژندلو پیل  کړی، موږ د چین په ګټو پوره پوهېږو.