امريکا د حوثي وسله والو د بېړۍ ضد پر يوه توغندي برید کړی
CMG2024/01/21 10:59:49
شريکول:

د امريکا مرکزي قوماندانۍ د جنورۍ په ۲۰مه نېټه په ټولنيزو رسنیو کې ویلي چې ځواکونو يې د يمن پر وخت د ۲۰مې نېټې د سهار په ۴ بجو د حوثي وسله والو پر يو توغندي بريد کړی او ويجاړ کړی یې دی.  دغه د بېړۍ ضد توغندی د حوثي وسله والو لخوا د عدن خليج ته توغول شوی. 

په ځايي‌ وخت په ۲۰مه نېټه‌ د يمن د هودېدا هوايي ډګر په شاوخوا کې پر جبانا کمپ دوه ځله بريدونه وشول .

د فلسطين او اسرائيل ترمنځ‌ د روانې شخړې له پېښېدو راهيسې، د يمن حوثي وسله والو د بې پيلوټه الوتکو او توغنديو له لارې څو څو ځله د سور سمندر پر موخو بريدونه کړي دي. امريکا او بريتانيا د جنورۍ له ۱۲مې نېټې راهيسې په مسلسله توګه پر حوثي وسله والو هوايي بريدونه کړي او يو شمېر مرګژوبله يې ورته رسولې.