چين د نړيوالې همکارۍ د پياوړتیا په برخه کې مهم خوځنده ځواک دی
CMG2024/01/21 15:03:01
شريکول:

 د نړیوال اقتصادي فورم د ۲۰۲۴ کلنۍ غونډه د سویس په داووس ښار کې ترسره شوه چې د روانې کلنۍ غونډې اصلي موضوع "د باور بیا رغونه" ده. ګډونوالو څرګنده کړه چې د انسانانو راتلونکې په دې پورې اړه لري چې بېلا بېل هېوادونه تر کومه حده کولای شي اعتماد بیا جوړ کړي او همکاري پياوړې کړي. په دې غونډه کې زياتو ګډون کوونکو د چين مډیا ګروپ له خبريالانو سره په مرکه کې د چين له خوا وړاندې شوې د ازادې همکارۍ ستاينه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې چين د نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا او د نړيوال حکومتولۍ سيستم د بشپړېدو په بهیر کې لا زيات مخکښ رول ولوبوي.

د نړیوال اقتصادي فورم د داووس له کلنۍ غونډې مخکې د نړیوالې همکارۍ د حالاتو په اړه راپور خپور شوی چې له مخې يې له ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې د نړیوالې همکارۍ انډول د لوړېدو په حال کې وه، خو له ۲۰۲۰ کال څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې، د نړیوالې همکارۍ شاخص په ښکته کېدو پیل شو. د نړیوال اقتصادي فورم لخوا خپور شوی "د ۲۰۲۴ کال د نړیوالو خطرونو راپور" خبرداری ورکړی چې د بیړنیو نړیوالو مسئلو په اړه د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ همکاري کافي نه ده او ممکن د ډېرو بحرانونو اوږدمهاله خرابېدو لامل شي.

  د نړيوال اقتصادي فورم اجرائيوي مشر ميريک دوسيک د چين مډیا ګروپ له خبريال سره د مرکې په وخت کې داسې وويل چې چین د نړیوال اقتصادي فورم د سږني کال په کلنۍ غونډه کې په ټينګه سره د پرانيستې او همکارۍ پيغام خپور کړی او ګډون کوونکو يې ډېره ستاينه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې له چين سره اقتصادي همکاري پياوړې کړي. هغه د سوداګرۍ په برخه کې له مشرانو او نورو ګډون کوونکو سره د نظریو د تبادلې له لارې دا معلومات تر لاسه کړل چې په روانه کلنۍ غونډه کې د اقتصادي پرمختګ په اړه د چین مفصل معرفي او پیژندنه په عمومي ډول د ګډون کوونکو لخوا ستایل شوې.  

د عامه اړيکو په اړه د نړۍ د مشهور مشورتي شرکت اجرائيوي مشر ريچارډ ايډلمن د چین مډیا ګروپ له خبريال سره په مرکه کې وويل چې چين د نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا په برخه کې، همدارنګه  د انرژۍ او اقليمي بدلون په شمول د نړيوالو ګډو ننګونو په حلولو کې مهم رول لوبوي. بر سېره پر دې، چين د ايران او سعودي عربستان ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو په بيا پيلولو کې ستر خدمتونه کړي دي. د لمريزې انرژۍ د پراخې استفادې له امله، چين د دوامدار پرمختګ په برخه کې هم پرمختګ کړی دی. چين له نورو هېوادونو سره هم د انرژۍ په برخه کې مرسته کوي.

د نړيوالتوب فکري مرکز مشر وانګ هوی یاو په داووس کې په يوه مرکه کې وويل چې د نړۍ د څو قطبي پرمختګ او د ټولنيزو توپيرونو د اغېزو، د جيو پوليټيکي شخړو د سختېدو، د اقتصادي پرمختګ د ورو کېدو او نورو عواملو له امله، د نړيوالې حکومتوالۍ اصلي سيستم له ننګونو سره مخ دی او د نړیوالې حکومتدارۍ نوی سیستم د رامنځته کېدو په دوره کې دی، نو په دې وروستیو کلونو کې نړیواله همکاري کافي نه ده. هغه په دې باور دی چې د نړیوال کېدو تمایل نه دی بدل شوی او له یوې مودې وروسته به یو نوی نړیوال حکومتداري سیستم رامنځته شي. په دې بهير کې چين د نړۍ د دوهم ستر اقتصاد په توګه فعال مخکښ رول لوبولی شي.

ښاغلي وانګ هوی یاو وویل، چين کولی شي په راتلونکې نړۍ کې فعال مخکښ رول ولوبوي. موږ بايد د نوي نړيوال حکومتوالۍ  سيستم د جوړولو بهیر د چټکتيا لپاره فعال پرمخ وړونکي او مشران واوسو.