د سلواکيا صدراعظم په ناټو کې د اوکراين له ګډون سره مخالفت څرګند کړ
CMG2024/01/21 10:58:08
شريکول:

د سلواکيا صدراعظم روبيرټ فیکو د جنورۍ په ۲۰ مه له خبري رسنيو سره د مرکې پر مهال وويل چې هغه په ناټو کې د اوکراين له ګډون سره مخالفت کوي او د اړتیا په صورت کې به په اړونده رايګيرۍ کې مخالفې رايې ورکړي.

نوموړي زیاته کړه چې هغه به د روانې مياشتې په ۲۴ مه اوکراين ته ولاړ شي او له خپل اوکرايني سيال سره به وګوري.

نوموړي وویل چې اوکراين ته د راروان سفر هدف یې اوکراين ته د نويو مرستو د پلان شريکول دي، خو هغه به خپل اوکرايني سيال ته په ناټو کې د دغه هېواد له ګډون سره مخالفت څرګند کړي او حکومت به يې اوکراين ته نورې وسلې ونه برابرې کړي.