په ۲۰۲۳م کال کې په چين کې د چټک پوست له لارې د ليږدول شوو بستو شمېر په نړۍ کې لومړی ځای نيولی
CMG2024/01/21 11:00:26
شريکول:

د چين د باربرۍ او د توکو اخيستلو ګډې ټولنې رئيس هه لي مينګ د جنورۍ په ۲۰ مه د دغه هېواد د مالونو ليږدولو چارو په کلنۍ غونډه کې وويل چې په ۲۰۲۳م کال کې په چين کې د مالونو ليږدولو چارو وضعيت په ثابته توګه  بېرته غوړېدلی او دغه هېواد لاهم په نړۍ کې د مالونو ليږدولو لومړی لوی بازار دی او د باربرۍ عصري چارو يې په ملي اقتصاد کې مهم ځای نيولی دی.

هه لي مينګ وويل، چې د وړاندوينې له مخې په ۲۰۲۳ م کال کې به د چين په ټوله ټولنه کې د مالونو د ليږدولو عمومي ارزښت ۳۵۰ ټريليون يوانو ته ورسېږي، دغه راز په همدې کال کې د چټک پوست له لارې د ليږدول شوو بستو شمېر ۱۳۲ ميليارډه ښودل شوی چې په مسلسلو لسو کلونو کې يې د نړۍ لومړی ځای نيولی دی.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې د ۲۰۲۳م کال تر پايه په چين کې د مالونو ليږدولو د هغو تصديو شمېر چې سوداګريزې چارې يې ښې روانې دي او د سيالۍ وړتيا يې پياوړې ښکاري، له ۹۶۰۰ څخه واوښت.