د سوريې د ملي دفاع د خبر له مخې، په ځايي وخت د جنورۍ د ۲۰مې نېټې د سهار په ۱۰ بجو او ۲۰ دقيقو، اسرائيلو د دمشق پر یوه استوګنځي بريد وکړ. د دې استوګنځي په شاوخوا سيمه کې ګڼ شمېر خلک اوسېږي، چې حکومتي او پوځي چارواکي او بهرنيان هم پکې شامل دي. تر اوسه پورې د سوريې حکومت د دغه برید د مرګ ژوبلې ارقام نه دي خپاره کړي.
د ايران د رسنيو د خبر له مخې، په ياد بريد کې د ايران ۵ پوځي سلاکاران وژل شوي دي.
اسرائيلو تر اوسه پورې د دغه بريد په اړه هېڅ غبرګون نه دی ورکړی.