بدخشان کې په لوېدلې الوتکې کې ۴ کسان ژوندي دي
CMG2024/01/22 10:39:08
شريکول:

د افغانستان د لنډمهالي حکومت د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت د جنورۍ په ۲۱مې نېټې په یوې اعلامیې کې ویلي، چې ژغورونکو یې په بدخشان ولایت کې د غورځېدلې الوتکې پاتې شوني موندلي او د دغې الوتکې په عملې کې ۴ کسان ژوندي پاتې دي.

یاده الوتکه په روسیه کې نوم ثبت شوې او د دغه هېواد د هوايي چلند فدرالي ادارې هم د جنورۍ د ۲۱مې په شپه پر ټولنیزې رسنيو ويلي، چې د يادې غورځېدلې الوتکې په عملې کې يې ۴ کسان ژوندي پیدا شوي دي.

د افغانستان رسنیو د جنورۍ په ۲۱مې خبر ورکړی، چې یو مسافروړونکې الوتکه په همدې ورځ په بدخشان ولایت کې غورځدېلې ده. دغه الوتکه د پلان له مخې د افغانستان له هوايي قلمرو څخه نه تېرېده، خو ښايي د لوېدو پر مهال له ټاکلې کرښې څخه وتلې وي.