چین میډیا ګروپ د ۲۰۲۴م کال د پسرلني اختر د ماښامنۍ هنري نندارې دوهم تمرین ترسره کړ
CMG2024/01/22 10:29:00
شريکول:

چین میډیا ګروپ د ۲۰۲۴م کال د پسرلني اختر د ماښامنۍ هنري نندارې دوهم تمرین د جنورۍ په ۲۱مې نېټې په برياليتوب تر سره کړ.

 د چین د لیاو نینګولایت مرکز شن یانګ ښار، د هو نان ولایت مرکز چانګ شا ښار، د شاان شي ولایت مرکز شي ان ښار او د شينجيانګ کشغر ښار د دغې نندارې ۴ فرعي ځایونه ټاکل شوي او دغو ښارونو په لومړي ځل د پسرلني اختر د ماښامنۍ هنري نندارې په دوهم تمرین کې ګډون کړی دی.

يادو ښارونو له پلازمېنې بېجينګ سره په ګډه د پسرلني اختر د ماښامنۍ هنري نندارې د خوشحالۍ او نيکمرغۍ احساسات خپاره کړي او د هېواد بېلا بېلو ځایونو ته يې نوې بڼې ښکاره کړې دي.