د“3820” ستراتيژیکې پروژې الهام: د پرمختګ د اوږمهالې لارې د نقشې جوړونه ډېره مهمه ده
CMG2024/01/22 11:36:15
شريکول:

د چین دولت رئیس شي جين پينګ په ۱۹۹۳م کال کې د فو جیان ولایت د مرکز فو جو ښار د ګوندي کمېټې د رياست دنده پر غاړه درلوده.

فو جو ښار هغه مهال د رئیس شي جين پينګ په لارښوونې د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ ۲۰ کلن ستراتيژيک پلان  جوړ کړ او د ښار د ۳ کلن، ۸ کلن او ۲۰ کلن پرمختګ موخې يې پکې وټاکلې او په ټوله کې يې د دغه ښار د ابادۍ ستراتېژي برابره کړې وه.

د ياد شل کلن پلان په رڼا کې، په ۲۰۱۰م کال کې د فو جو ښار د پرمختګ سویه د اسیا د منځنۍ درجه لرونکي پرمختللو هېوادونو يا سیمو سویې ته پوره شوه او په ۲۰۲۲م کال کې يې د سمندري تولیداتو عمومي ارزښت له ۳۳۰ میلیارډو یوانو څخه واوښت او د څو مسلسو کلونو لپاره یې په هېواد کې لومړی مقام خپل کړ.

اوسني وضعیت ته په کتو، چيني ملت د شي جين پينګ له“3820” ستراتيژیکې پروژې څخه ډېر ښه الهام او پيغام اخیستلی شي.