د ناپيلو هېوادونو غورځنګ ۱۹مه سرمشريزه د جنورۍ په ۲۰ مې نېټې د یوګانډا په پلازمینې کامپالا کې پای ته ورسېده او «د کامپالا اعلامیه» يې خپره کړې ده.
په اعلاميې کې له نړيوالې ټولنې د څواړخیزو غوښتنو د ټینګښت، په نړیوالو چارو کې د ناپیلي غورځنګ د نفوذ د پیاوړتیا او د یوې سوله ييزې، عادلانه او سوکاله نړۍ د ابادۍ لپاره د هڅو غوښتنه شوې ده.
په یادې اعلامیې کې پر دې ټینګار شوی، چې پرمختيايي او پرمختللي هېوادونه بايد خپلمنځي همکاریو ته دوام ورکړي، د نړیوالو قوانینو او د نړیوالې اجماع اصولو ته باید پوره درناوي ولري او په اقتصادي او ټولنیزو برخو کې باید د ګواښونو او ننګونو پر وړاندې ګډه مبارزه وکړي.
په اعلاميې کې پر غزې تړانګې د اسرائيل پوځي عمليات هم غندل شوي دي.