د امريکا ډېری سیمې په وروستيو کې د يخ او سړې هوا له سختې څپې سره مخ دي.
امريکايي رسنيو ويلي، چې تېره اوونۍ په دغه هېواد کې د سختې سړې هوا او ترفيکې پېښو له امله ۸۳ کسان وژل شوي دي.
د مالوماتو له مخې، سختې هوا د امريکې د تينيسي او اوريګون په شمول ځيني ولايتونه اغېزمن شوي، چې له امله يې په تينيسي ایالت کې ۱۹ کسان او په اوريګون کې ۱۶ کسان وژل شوي دي.
راپورونه وايي، د امريکې د الينويس او پنسلوانيا په ګډون په ۸ ايالتونو کې هم د سختې سړې هوا له امله څو کسان مړه شوي او په ډېرو سیمو کې يې د اوبو رسولو پايپونه کنګل شوي دي.