نیتانیاهو د حماس غوښتنه رد کړه
CMG2024/01/22 11:33:05
شريکول:

د اسرائیل صدراعظم بنيامن نیتانیاهو د جنورۍ د ۲۱مې په شپه په یوې ويډيويي پيغام کې د بندیانو د خوشي کېدو په بدل کې د حماس د شخړې د پای ته رسېدو غوښتنه رد کړې ده.

نوموړي ویلي، که اسرائیل د حماس دغه غوښتنه ومني، نو اسرائیلي اتباع به خوندیتوب ونه لري او په خبره يې، د غزې تړانګې نظامي توان باید پوره له منځه یوړل شي او دغه ټرانګه باید د اسرائیل تر هراړخیز امنیتي کنټرول لاندې را شي.